د آریانا پوهنتون/ تاریخچه
د آریانا پوهنتون/ دیدگاه
د اریانا د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۸۶ کال کی د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد لرغونی ښار کی د ښاغلی الحاج محقیق عبدالحق دانشمل په واسطه د خصوصی لوړو زده کړو موسساتو په چوکاټ کی تاسیس او د خپل فعالیت جواز یی د معالجوی طب ، حقوق ، اقتصاد او سیول انجینری په برخو کی د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه ترلاسه کړ. د اریانا د لوړوزده کړو موسسه اوسمهال د جلال آباد ښار د دریمی ناحیی د مکرویانو په سیمه کی د ښاروالی د دریمی ناحیي مدیریت په خوا کی موقعیت لری . د اریانا د لوړوزده کړو موسسه په څلور پوهنځیو باندی مشتمل دي چې د معالجوی طب پوهنځی ، اقتصاد ، حقوق او علوم سیاسی پوهنځي او د سیول انجینری څخه عبارت دي . اوس مهال د اریانا د لوړو زده کړو موسسه مجموعآ (۱۸۳۱) تنه محصلین لری چی د معالجوی طب ، حقوق او اقتصاد په پوهنځیو کی په مسلکی تحصیلاتو بوخته ده. همدارنګه د اریانا د لوړو زده کړو موسسه کی تدریسی او علمی چاری په شرایطو برابر(۴۰) تنه دایمی او ( ۲۱ ) تنه باالمقطع استادانو په واسطه پرمخ وړل کیږی. د اریانا د لوړو زده کړو موسسه د تاسیس د نیټی څخه تر ننه پوری په ټوله کی (۲۷۸۲ ) تنه ځوان مسلکی کادرونه د معالجوی طب ، قضا او څارنوالی ، اداره او دیپلوماسی او ملی اقتصاد په برخو کی د لیسانس په کچه فارغ او ټولنی ته وړاندی کړي کوم چی ( ۲۷۷۰ ) تنه یی نارینه او پاتی (۲۷۰) تنه یی ښځینه تشکیلوی.
د آریانا پوهنتون/ انځورونه